د روسیې او اوکراین ترمنځ روانه جګړه
امريکا وايي په اوکراین تر پنځه زرو زيات روسي عسکر وژل شوي دي.
امريکايي چارواکي ادعا کوي، چې په تېرو دوه اونيو کې د اوکراین او روسیې ترمنځ په روانه جګړه کې تر پنځه زرو زيات روسي پوځيان وژل شوي دي.
د سي بي اس نړۍ والې ټلويزيوني شبکې د يو راپور په اساس دوه امريکايي چارواکي چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کړې وايي په دې جګړه کې تر پنځه زرو زيات عسکر وژل شوي او همدارنګه د زرګونو نورو ټپيانو خبر ورکوي.
له دې سره جوخت اوکراین بیا ادعا کوي، چې له روسیې سره ي په روانه جګړه کې، تر دولس زرو زیات روسي عسکر وژلي دي؛ خو روسيه بيا دا ادعاوې بې بنسټه بولي او د خپلو وژل شویو عسکرو شمېر يې تر ۵۰۰ کم ښودلی دی.