د رحمان بابا غزل
که په ګنج دشاهي فخر شهريارکا
عاشقان يې ددلبرو په رخسارکا
خرقه پوشو په خرقه کې دى موندلى
هغه حظ چې په دنيا کې دنيا دارکا
پتنګانو لره ورکړه خداى په اور کې
هغه عيش چې يې بلبلې په ګلزار کا
دبیړۍ ﭘﻪ ډﻭﺑﯿﺪﻭ چې ﺭﺏ ﺭﺍﺿﻲ ﺷﻲ
ﺑﯿﺎ ﻣﻼﺡ ﺩ ﺯړﻭﻧﻮ ﮐﻠﻪ ﻫﻠﺘﻪ ﮐﺎﺭ ﮐﺎ
ﻫﻐﻪ ﻣﺦ ﭼې ﻣﺎﺩﺭزاد ښایسته نه وي
ﻣﺸﻘﺖ ﺩ ﻣﺸﺎﻃﯥ ﻭﺍړﻩ ﻣﺮﺩﺍﺭ ﮐﺎ
يار دناز له خوبه پاڅي پسې ګرځي
چې فلک دعاشقانو بخت بيدارکا
دبلبلو نغمه زاغ کولى نه شي
هر سرود آواز په طور دخپل کار کا
رحمان ﻫﺴﻲ ﺑﯥ ﻭﻗﻮﻑ ﺳﻮﺩﺍګر ﻧﻪ ﺩی
چې ﺩ ﺩﻳﻦ ﻣﺘﺎﻉ ﺑﺪﻟﻪ ﭘﻪ ﺩﻳﻨﺎر ﮐﺎ