د دویمې نړیـوالې جګړې په ترڅ کې د یؤ سرتیري لنډه کیسه

د دويمې نړيوالې جګړې په ترڅ کې يو سرتیری پر دې بريالی کېږي چې د څو هفتو جنګ وروسته رخصتي واخلي. کله چې خپل ځای ته رسېږي، ګوري چې جسدونه په وينو لت پت پراته دي،او ځينې کسان پرې لګيا دي د هديرې (قبرستان) په لور يې انتقالوي. کله چې ښه نږدي کيږي د يوې ميرمنې په پښو بوټان ويني، هغه خپله ميرمن پيژنې او په منډه هغو کسانو ته ځان رسوي څوک چې د وژل شويو جسدونه انتقالوي.
له هغو سره د ډېر جنجال وروسته، په دې بريالی کيږي چې د خپلې ميرمنې جسد تر لاسه کړي، کله يې چې پخپله غيږ کې نيسي ګوري چې میرمن يې ژوندۍ ده! هغه په منډه، منډه تر روغتونه پورې رسوي، او د هغې تر جوړتیا پورې يې ساتنه کوي.
همدا ميرمنه ماريا شلموا وه هغه څوک چې له دې پيښې څو کاله وروسته په کال ۱۹۵۲م کې هغه څوک زیږوي، څوک چې د نړۍ د لويو سياستوالو او مشهورو څيرو څخه حسابيږي.
هغه ولادمير پوتين زيږوي د روسیې ولسمشر!


محمد موسیٰ غیرت

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button