د خوړو نړۍ وال سازمان: افغانستان کې مو چارې له سقوط سره مخ دي

د خوړو نړیوال سازمان وایي چې د بوديجې د کمښت له وجې یې په افغانستان کې د مرستې رسونې چارې سقوط له ګواښ سره مخ شوې دي. 

د ډبليو ايف پي يا خوړو نړۍ وال سازمان په خپله ټویټر پاڼه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان کې یې د مرستې رسونې چارې د بوديجې د کمښت له وجې له ګواښ سره مخ شوې دي. دغه سازمان همدارنګه زياتوي، چې د نړۍ والو همکارانو او مرستندويه بنسټونو په ملاتړ يې ۲۳ ميليونه اړمنو افغان کورنيو سره مرستې کړي دي.

همداراز ډبليو ايف پي څه موده وړاندې خبر ورکړی و، چې د اوکراین او روسیې روانه جګړه به د افغانستان پر وضعيت هم ډېره بده اغيزه وکړي. د ياد سازمان په خبره افغانستان يو جګړه ځپلی هېواد دی او ښايي د خوراکي توکو بيې هم په کې لوړې شي.

د يادونې وړ ده چې ياد سازمان پخوا هم و ويلي، چې تر دې دمه يې افغانستان کې اړمنو کورنيو سره د مرستې په خاطر کابو يو ميليارډ ډالر لګولي دي او دوی ددې چارې د ترسره کېدو لپاره ۱.۶ مليارډه ډالرو ته اړتيا لري.

Back to top button