Trending

په تورخم کې د ګڼې ګوڼې له امله څو افغانان مړه شوي دي

په دې وروستيو کې هغه ناروغان چې عمرونه يې ډېر وو او غوښتل يې د ناروغۍ د درملنې لپاره پاکستان ته لاړ شي، د تورخم په دروازه کې د زياتې ګڼې ګوڼې له امله مړه شوي دي.

هغه کسان چې غوښتل یې د تورخم له دروازې هغې غاړې ته لاړ شي، له زياتو ستونزو سره مخ وو، د راپورونو پر اساس پاکستاني پولیسو له خلکو په بېلابېلو پلمو پيسې اخيستې او دا کار لا هم دوام لري.

د طالبانو حکومت په واکمنېدو سره د تورخم دروازې ستونزه نه يوازې د ناروغانو؛ بلکې د دواړو غاړو خلکو ته په تګ راتګ کې يو لوی خنډ رامنځته کړی، چې تراوسه پورې افغان او پاکستاني حکومتونو د يادې ستونزې د حل په موخه خپلو کې کوم ګام نه دی پورته کړی.

په دې وروستيو کې د تورخم دروازې ستونزې څخه د عامو خلکو تر څنګ سوداګرو هم شکایت کړی، چې ددوی د اموالو په لېږد او رالېږد کې ورته میلیونونه افغانۍ زيان اوښتی.

 

 

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button