د بښنې نړیـوال سازمان له طالبانو غوښتي چې استاد جلال خوشې کړي

د بښنې نړیـوال سازمان د طالبانو د سرپرست حکومت له لوړپوړو چارواکو د کابل پوهنتون د استاد فیض الله جلال د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې او وایي چې استاد جلال دې بې له کوم شرط څخه خوشې کړي.

استاد فیض الله جلال تېره ورځ د طالبانو ځواکونو په خپل کور کې نیولی او ځانه سره یې وړی.

د استاد جلال لور حسنا جلال وایي، چې پلار یې د طالبانو لخوا نیول شوی او ځانه سر یې نامعلوم ځای ته وړی، حسنا جلال وایي چې پلار یې د ظلم او بې عدالتۍ په وړاندې مبارزه کوله.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته استاد فیض الله جلال په ټلویزیوني بحثونو او ټولینزو رسنیو کې پر طالبانو توندې نیوکې پیل کړې وې، ښاغلي جلال څو ورځې وړاندې پر خپله ټیوټر پاڼه په یوه ټویټ کې ډېورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان هېواد رسمي پوله بللې، او د ډېورنډ کرښې پر سر له پاکستاني حکومت سره د طالبانو را پورته شوې ستونزه یې د پاکستان هغه پلان بللی چې پاکستان غواړي طالب حکومت ته په هېواد دننه محبوبیت پرې ورکړي.

طالبانو تر اوسه د استاد جلال د نیولو په اړه څه نه دي ویلي، د استاد جلال نیول کېدل په افغانستان دننه او دباندې د خلکو توند غبرګونونه را پارولي او له طالبانو یې د نومړي د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button