Trending

د بښنې نړیـوال سازمان له طالبانو غوښتي چې استاد جلال خوشې کړي

د بښنې نړیـوال سازمان د طالبانو د سرپرست حکومت له لوړپوړو چارواکو د کابل پوهنتون د استاد فیض الله جلال د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې او وایي چې استاد جلال دې بې له کوم شرط څخه خوشې کړي.

د کابل پوهنتون د استاد او سياسي شنونکي ډاکټر فیض الله جلال د کورنۍ غړي وايي چې نوموړی نن له خپل کوره د امنيتي ځواکونو له خوا وېستل شوی او له ځان سره يې بېولی دی.

د استاد جلال لور حسنا جلال وایي، چې پلار یې د ظلم او بې عدالتۍ په وړاندې مبارزه کوله خو طالبانو نیولی او له ځان سره یې نامعلوم ځای ته وړی دی، هغې له طالبانو څخه د خپل پلار د خوشې کېدو غوښتنه کړې.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته استاد فیض الله جلال په ټلویزیوني بحثونو او ټولینزو رسنیو کې پر طالبانو توندې نیوکې پیل کړې وې، ښاغلي جلال څو ورځې وړاندې پر خپله ټیوټر پاڼه په یوه ټویټ کې ډېورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان هېواد رسمي پوله بللې، او د ډېورنډ کرښې پر سر له پاکستاني حکومت سره د طالبانو را پورته شوې ستونزه یې د پاکستان هغه پلان بللی چې پاکستان غواړي طالب حکومت ته په هېواد دننه محبوبیت پرې ورکړي.

طالبانو تر اوسه د استاد جلال د نیولو په اړه څه نه دي ویلي، د طالبانو لخوا د استاد جلال نیولو په افغانستان دننه او دباندې د خلکو توند غبرګونونه را پارولي او له طالبانو یې د نومړي د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button