د برېټانیې پخوانی لومړی وزیر په خپله لارۍ کې اوکراینیانو ته مرسته رسوي

له اوکرایني کډوالو سره د مرستې په موخه د بریټانیې پخوانی لومړی وزیر ډېوېډ کامرون په یوې لارۍ کې پولنډ ته د بشردوستانه مرستو د لېږد لپاره روان شوی دی.

کامرون پرون پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې دا یو اوږد سفر دی، خو د نوموړي په وینا، هڅه کوي له مرستو بار دا لارۍ پولنډ‌ کې د سره صلیب کمېټې ته وسپاري.

پخواني لومړي وزیر نږدې دوه اوونۍ وړاندې په بریټانیا کې د اوکراینیانو لپاره د مرستو راټولولو غږ کړی و او اوس یادې راټولې شوې مرستې پولنډ کې اوکرایني کډوالو ته رسوي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button