د بريښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ روانه ده
طالب حکومت وایي هره ورځ زرګونو کسانو ته بريښنايي پېژندپاڼې وېشي.
د احصایې ملي ادارې مسوولينو ويلي چې په ګڼو ولایتونو کې يې د بريښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ روانه ده او هره ورځ له ۱۶ تر ۱۷ زره پورې کسانو ته پېژندپاڼې وېشل کېږي.
د دوی په وینا د بريښنايي پېژندپاڼو د وېش دفترونه دمګړی په شلو ولایتونو کې فعال دي او هغه کسان چې غواړي بريښنايي پېژندپاڼې ترلاسه کړي د خپلو سيمو مرکزونو ته مراجعه کولای شي.