د بايډن تازه څرګندونې او روسیې ته یې خبرداری

بايډن وايي امريکا به هڅه کوي چې د اوکراین په جګړه کې  له روسیې سره  ځان مخامخ نه کړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال ويلي، چې هېواد به يې په اوکراین کې له روسیې سره مخامخ جګړې ته داخل نه کړي.

د هغه په وينا چې دوی په دې هڅه کې دي، څو ناټو د اوکراین په جګړه کې داخله نه شي. وايي که چېرې ناټو د اوکراین جګړې ته دننه شوه؛ نو په دې کې هېڅ شک نشته، چې دريمه نړۍ واله جګړه رامنځته کېږي.

همدارنګه بايډن روسيې ته خبرداری ورکړی دی، چې که په اوکراین کې یې اټومي وسلې وکارولې؛ نو دا به دوی ته په ډېره سخته تمامه شي.نوموړی ټينګار کوي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به هېڅکله د اوکراین په جګړه کې ګټونکی نه شي.

بايډن څرګنده کړې، چې د پوتین هيله دا وه، څو اوکراین له جګړې پرته تر ولکې لاندې راولي، د اروپا ارادې کمزوري کړي؛ خو په دې بريالی نه شو او د اوکراین جګړه کې يې هم بری ناممکن دی.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button