ناټو د اوکراین په اړه ناسته کوي
د ناټو هېوادونه د اوکراین پر جنجالي مسئله بېړنۍ ناسته کوي. د ناټو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دغه غونډه به د راتلونکې جمعې په ورځ ترسره کېږي او په هغه کې ناټو هېوادونه د اوکراین او روسیې پر ناندریو او احتمالي اقداماتو په اړه خبرې کوي.
په دې غونډه کې به د امریکا او ناټو غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي او ټول به په یوه خوله د روسیې پر وړاندې خپل دريځ اعلانوي.
د اوکراین او روسیې ترمنځ ناندرۍ هغه مهال پراخې شوې چې ناټو غوښتل په اوکراین کې لا ډېر سرتېري ځای پر ځای کړي خو دا اقدام د روسیې له غبرګون سره مخ شو او د اوکراین له پولې سره یې سل زره سرتېري ځای پر ځای کړل.
د يادونې ده چې د روسیې او امریکا ولسمشرانو د اوکراین ناندريو پر سر په تېرې يوې مياشتې کې څو ځلې ټيلفوني اړيکې نيولي؛ خو لا پايلې ته نه دي رسېدلي.