د اوکراین پر سر ناندرۍ

د اوکراین پر سر د امریکا او روسیې ترمنځ د ناندریو له ډېرېدو سره جوخت امریکا زرګونه سرتېرو ته د تیارسی امر کړی دی.

د امریکا ددفاع وزارت ویاند وایي دوی په اروپا او اوکراین ته نږدې پرتو هېوادونو کې شاوخوا ۸۵۰۰ عسکرو ته د تیارسی امر کړی دی، خو تر دې دمه په اوکراین کې د عسکرو ځای پر ځای کول نه دي پيل شوي.

جان کربي ويلي همدا چې د ناټو غونډه اوکراین ته د عسکرو د لېږلو پرېکړه وکړي، نو هغه سرتېري به ژر تر ژره اوکراین ته ولېږل شي چې د چټک غبرګون لپاره روزل شوي دي.

بلخوا روسیې د امریکا په ځواب کې یو ځل بیا ویلي چې دوی پر اوکراین د برید پلان نه لري خو له خپلو پولو دفاع کوي او ګواښونو ته بې ځوابه نه پاتې کېږي.

دد يادونې ده چې د اوکراین پر سر د‌ امريکا او روسيې ترمنځ اړيکې ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دي او شوو مذاکراتو کومه‌ نتيجه نه ده ورکړې.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button