د اوکراین پر سر ‌د غرب او روسیې ناندرۍ

د اوکراین پر سر د روسیې او غرب ترمنځ ناندرۍ اوج ته رسېدلې دي. د اروپايي رسنيو د تازه راپورونو پر اساس برېټانیا ویلي چې د روسیې د غوښتنې پر خلاف شرقي اروپا ته پوځيان استوي او د خپلو متحدينو ملګرو دفاع لپاره ميدان ته رادانګي.

د برېټانیا لومړي وزیر بوریس جانسون په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، دوی د خپلو ملګرو هېوادونو دفاع ته ژمن دي؛ نو ددې په خاطر خپله به شرقي اروپا ته ځي او هلته به هر څه له نږدې څاري. جانسون همدا راز ويلي چې دا به روسیې ته یو اړين خبرداری هم وي.

بلخوا بيا ټاکل شوې چې راتلونکي ورځو کې د روسیې او برېټانیا د دفاع او بهرنیو چارو وزیران هم سره ناسته وکړي او جانسون به هم له پوتین سره د اوکراین په هکله تلیفوني خبرې اترې ولري.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button