د اوکراین پر اټومي بټۍ بريد

روسیې ځواکونو د اروپا په کچه د اوکراین تر ټولو ستره د زاپروژیا اټومي‌ بټۍ تر خپل کنټرول لاندې راوسته.

روسي پوځيانو پر د‌ اوکراین د برید په ۹ مه ورځ وکولای شول چې د دغه هېواد تر ټولو ستره اټومي بټۍ تر خپل کنټرول لاندې راولي.

روسي پوځيانو تیره شپه لومړی د زاپروژیا پ اټومي‌ بټۍ برید وکړ او وروسته په بټۍ کې ستره اورلګیدنه رامنځته شوه.

دغې اورلګیدنې ټوله نړۍ او په ځانګړې توګه اروپا په سخته اندیښمنه کې اچولې وه.

دغه راز له اورلګېدنې څو ساعته وروسته د اوکراین د اټومي‌ انرژۍ اژانس اعلان وکړ چې د اروپا په کچه تر ټولو ستره د اټومي‌ انرژۍ بټۍ زاپروژیا د روسي‌ پوځيانو له لوري ونیول شوه.

په ورته وخت کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیز زلنسکي‌ خبرداری ورکړ او ويلي و، که چېرې د زاپروژیا په اټومي‌ بټۍ کې چاودنه وشي دا  به نو ټوله اروپا له منځه یوسي.

د اوکراین  زاپروژیا  اټومي‌ بټۍ د اروپا په کچه تر ټولو لویه او په نړۍ کې لسمه ستره اټومي‌ بټۍ بللل کېږي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button