د اوکراین او روسیې ترمنځ مذاکرات

راپورونه وايي چې د روسیې او اوکراین لومړي پړاو مذاکرات پای ته رسېدلي دي.

د راپورونو په اساس د روسیې او اوکراین لومړي پړاو مذاکرات پای ته رسېدلي او د دواړه‌ خواوو مذاکراتي پلاوي د نظریاتو د تبادلې په موخه د خپلو هېوادونو رپلازمينو مسکو او کېف ته ستانه شوي دي.

د روسیې مذاکراتي پلاوي رسنيو ته ویلي چې خبرې يې پایلې ته نه دي رسېدلې او د دواړه خواوو ترمنځ به دویم پړاو مذاکرات ډېر ژر د بلاروس او پولنډ پر پوله پيل شي.

د‌ اوکراین او روسیې ترمنځ مذاکرات داسې مهال کېږي، چې لا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ درنه جګړه  روانه ده او اوکرایني حکومت ادعا کوي چې روسیه له ممنوعه وسلو څخه استفاده کوي او په دې هڅه کې ده چې اوکراین ویجاړ کړي.

دغه راز اوکرایني چارواکي وایي چې سرتېرو یې په ډېرو برخو کې پرمختګونه کړي دي او د سلګونو روسي پوځيانو ته ډ مرګ ژوبلې ادعا کوي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button