د انسان حیثیت
بسم الله الرحمن الرحیم
د انسان حیثیت
که د ټولې نړۍ انسانان یوه مالوم ځای ته راټول شي نو د نړۍ په یوه کوچني ګوټ کې به ځای شي، خو که د دوی غرور ته وګورو نو ځانونه د ټولې نړۍ ملکان ګڼي.
که انسان هڅه وکړي چې یوازې پخپلو سترګو د نړۍ هره برخه وګوري نو د هغه عمر ته په کتلو دا کار ناممکن دی، خو په سر کې یې دومره لویي پرته ده چې فکر کوي ټوله نړۍ یې تسخیر کړې ده او د نړۍ هر څه یې په ولکه کې دي، نو له نړۍ څخه مخ اړوي او هڅه کوي چې نورې سیارې او سپوږمۍ هم تسخیر کړي.
انسان فکر کوي چې د نړۍ د نا ارامۍ سبب ګرځېدلی دی، خو اصلا داسې نه ده. نړۍ پخپل طبیعي مسیر روانه ده او د هماغه طبیعي شور خاونده ده، انسان یوازې خپل خوب تښتولی دی او نړۍ ته یې هیڅ زیان هم نه دی اړولی. که پر نړۍ د انسان ژوند پای ومومي بیا به هم دا مرموزه سیاره د لمر په چاپېر حرکت ته دوام ورکړي او له لمر سره مله به د کهکشان په غېږ کې د کایناتو په بې پایه فضا کې لامبو وهي.
انسان که فساد هم کوي د طبیعت په ژوند کې کوم بدلون نه شي راوستلای بلکې یوازې خپل ځان ته زیان رسوي او په نړۍ کې د خپلې ساه کښلو امکانات محدودوي.
انسان ته په کار ده چې خپل اصلي حیثیت ته په کتلو د ځمکې پر مخ ژوند وکړي او د خپل تکبر پر ښامار سپور نشي ځکه که هغه هر څومره چټک وزغلي او له خولې هر څومره اورونه هم باد کړي لمبې یې د انسان پر مخ لګیږي چې هم یې سترګې ړندوي او هم یې مخ توری کوي.
پرېښتې، پېریان او نور موجودات چې د کمزوري انسان دومره لویۍ ته ګوري نو ایا په کټ کټ به نه خاندي؟
مومند محمدي اڅړ