د امريکا ځانګړي استازي توماس وېسټ تازه څرګندونې
امريکا وايي د افغانستان د کنګل شوې شتمني يوه برخه د سپټمبر قربانيانو کورنيو ته ورکوي.
امریکا وايي د افغانستان د کنګل شې شتمنۍ یوه برخه پيسې ښايي د محکمو له پرېکړو وروسته د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱ مې نېټې د بریدونو د قربانیانو کورنیو ته د تاوان په ډول ورکړي خو وايي، تر دې دمه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ همداراز ويلي، د طالب حکومت په رسمیت پيژندلو لپاره اوس مهالویش نه لري، خو غواړي له طالبانو سره د اړیکو له عادي کولو مخکې د طالبانو له لورې ځیني اقدامات وویني.
نوموړي ويلي د طالبانو تر بیرغ لاندې افغانستان سره یې د هېواد چلند د طالبانو په کړو، وړ پورې تړلی دی. وېسټ ويلي چې امریکایان په افغانستان کې د روان بشري ناورین، د ښځو او لږکیو حقونو او د طالبانو د عمومي عفوې د پلې کېدو په ګډون د یو شمېر مسایلو په تړاو له هغوی سره په اړیکه کې دي او خبرې ورسره کوي.