د امريکا دفاع وزارت تازه څرګندونې
امريکا يو ځل بيا په عراق کې په خپلو سرتېرو د ایران له خوا د بريدونو ادعا کوي.
د امریکا د دفاع وزارت په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې په عراق او سوریه کې د دوی پر نظامي اډو وروستي بریدونه د هغو ډلو له خوا ترسره شوي، چې ایران ورته روزنه او وسلې ورکړي.
یاد وزارت زیاتوي، په بریدونو کې یې سرتېرو ته زیان نه دی رسېدلی او ښایي بریدونه د قاسم سلیماني له تلین سره اړیکه ولري.
دا مهال په سوریه کې ۱۰۰۰ تنه او په عراق کې ۲۵۰۰ تنه امریکایي سرتيري حضور لري.
د يادونې ده چې نن په عراق کې د امريکا په مشرۍ د ګډو ايتلافي ځواکونو نظامي ماموريت پای ته ورسېد.