د افغان کرکټ ملي لوبډلې سيالۍ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د بنګله دېش ملي لوبډلې سره لوبې لري.

افغان کرکټ ملي لوبډله د روانې مياشتې په دولسمه نېټه بنګله دېش ته سفر وکړي او هلته پنځه ورځو لپاره کنډيشن کيمپ ترسره کړي.

دغه سفر کې به افغان لوبډله بنګله دېش سره د سوپر ليګ درې يوه ورځنۍ لوبې د روانې مياشتې په ۲۳، ۲۵ او ۲۷مه نېټه ترسره کړي.

د بنګله دېش او افغانستان ترمنځ د دوه شل اوریزو سیالیو سيريز هم له دې سياليو وروسته ترسره کيږي چې لومړی شل اوریزه لوبه د مارچ مياشتې په دويمه نېټه او دويمه سیالي په څلورمه نېټه ترسره کيږي.

يوه ورځنۍ لوبي به چټوګرام او شل اوریزه به ډهاکه کريکټ لوبغالي کې ترسره شي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button