د افغانستان په تړاو د روسیې تازه څرګندونې

روسیه وايي، امریکا په افغانستان کې د ثبات لپاره رښتینې نه ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا په يو خبري کنفرانس کې د خبرو پرمهال ویلي، د بایډن وروستۍ پرېکړه ښيي چې امریکا په افغانستان کې د ثبات په برخه کې رښتینې نه ده.

نوموړې زياتوي امریکا افغانستان کې اوږد مهاله جګړه وکړه، خلکو ته یې مرګ ژوبله واړوله خو اوس د ثبات پر ځای ددغه هېواد لپاره ناندرۍ جوړوي.

زخاروا وایي د افغانانو شتمني د قانون پر خلاف امريکا کنګل کړې وه او اوس د ټولو نړۍ والو نورمونو خلاف پر امریکايي وګړو يې ويشي.

تر دې وړاندې هم ګڼو نورو هېوادونو د امریکا ولسمشر پر دې پرېکړه غبرګون ښودلی دی. چین هم ویلي چې امریکا د افغانانو شتمني نه شي کنګل کولای او بیا یې په خپل سر د وېش کوم حق هم نه لري.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button