د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازي تازه څرګندونې

ټوماس ویسټ ويلي نړۍ واله ټولنه بايد په افغانستان کې ښکېله پاتې شي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازي ټوماس وېسټ ويلي، د اوسلو د ناستې یو ښکاره پیغام دا و چې نړۍ واله ټولنه باید په افغانستان کې ښکېله پاتې شي.

نوموړي په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې د افغانانو تر منځ باید د دوی د هېواد د سیاسي راتلونکي په هکله پراخې سلا مشورې وشي.

ټوماس وېسټ ټينګار کړی چې خپلسرې نیونې باید ختمې شي، بشري حقونه باید وساتل شي، د ښوونځیو پرانېستل او د بشري حقونو رعایت باید د افغان ملت لپاره د لمړیتوبونو په سرکې وي.

په ناروې کې د طالبانو حکومت استازو، بهرنيو او په ياد هېواد کې د افغان مدني فعالانو ترمنځ درې ورځنۍ ناسته وشوه.

طالب حکومت بیا وايي دغه ناسته د افغانانو په ګټه وه او له ځان سره ښه زيری لري.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button