د افغانستان له جنګ څخه ستانه شوي امریکايي عسکر له رواني ناروغیو سره مخ دي.

د امریکایي رسنیو راپورونه وایي، چې د افغانستان له جنګ څخه ستانه شوي امریکایي عسکر له رواني ناروغیو سره مخ دي.

راپورونه لیکي هغه امریکايي عسکر چې تېر شل کاله یې په افغانستان کې جنګ کړی و له افغانستان څخه تر ستنېدو وروسته له ساه تنګي، رواني او نورو ناروغیو سره مخ شوي دي

یو شمېر هغو عسکرو چې په عراق او افغانستان کې جنګېدلي رسنیو ته ویلي، چې هغه ملګري یې چې د افغانستان او عراق په جګړه کې یې برخه اخیستې اوس له رواني ناروغیو سره مخ دي، او له امریکایي حکومت غواړي چې په درملنه کې ورسره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې هم امریکایي رسنیو دا ډول راپورونه خپاره کړي وو.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button