د افغانستان بانک د راتلونکې سه شنبې په ورځ ۱۲میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک ۱۲ د راتلونکې سه شنبې په ورځ ۱۲میلیونه ډالر لیلاموي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د افغانستان بانک مسؤلین وایي، چې سبا سه شنبه د وري په ۸ نېټه ۱۲میلیونه ډالر لیلاموي.

‏د یاد بانک مسؤلینو له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې د شرایطو لرونکي وي، غوښتنه کړې څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

هغوئ زیاتوي، چې د لیلام ګټوونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.

Back to top button