Trending

د افغانستان بانک وايي بانکي نظام به ډېر ژر عادي شي

د افغانستان بانک وایي چې د بشري مرستو په لړ کې یې دویم پکيج هم ترلاسه کړی دی، چې د بانک د اصولي لارو د اسانه کولو او همداراز د هېوادوالو د بې وزلۍ او فقر مخه به ونيسي.

یاد بانک نن رسنيو ته ویلي چې په دې مرستې سره به بانکي نظام وضعیت ښه او د اسعارو اړتیاوې به هم ژر تر ژره حل شي.

د افغانستان بانک دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د راپورونو له مخې، نن په کابل ښار کې د یو ډالر بیه سلو افغانیو ته رسېدلې ده.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button