د اسلامي همکاریو سازمان راتلونکې غونډه

د اسلامي همکاریو سازمان غونډه کې افغانستان د بحث مهمه او ګرمه موضوع ده.

ټاکل شوې چې د راتلونکې حمل میاشتې په دویمه نېټه د اسلامي همکاریو سازمان غونډه په اسلام اباد کې جوړه شي.

د معلوماتو له مخې د راتلونکې حمل میاشتې په دویمه نېټه به د اسلامي همکاریو سازمان په اسلام اباد کې غونډه جوړه کړي، چې د نورو موضوعاتو ترڅنګ افغانستان به یې د بحث ګرمه موضوع وي.

بلخوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په يو خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ويلي؛

افغانستان د اسلامي همکاریو سازمان د غونډې بحث کې ځکه شامل دی، چې اوس مهال دغه هېواد له ډېرو سختو ستونزو سره دی.

قریشي په افغانستان کې د روان وضعیت په تړاو لوږې او ناروغيو ته په اشارې ويلي؛ چې په دې کنفرانس کې به له افغانستان سره د مرستو د راټولولو په هکله هم خبرې وشي‌.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button