د اروپا پارلمان رئیسې اوکراین ته سفر کړی دی.

د اروپایي پارلمان رئیسې “روبرتو متسولا” پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي دي چې کيېف ته پر لاره ده.

د امنیتي مسايلو له امله د متسولا د سفر او له اوکرايني چارواکو سره يې د لیدنو په اړه جزييات نه دي خپاره شوي.

متسولا يوه له هغو کسانو ده چې غواړي اوکراين د اروپايي ټولنې غړيتوب ترلاسه کړي.

Back to top button