د اروپايي پارلمان دوه ورځنۍ غونډه

اروپایي پارلمان ويلي د افغانستان نوي حکومت د رسميت پېژندلو لپاره تر ټولو مهم شرط باید د مېرمنو د حقونو مراعاتول وي.

اروپايي پارلمان د افغان مېرمنو د حقونو په اړه دوه ورځنۍ غونډه جوړه کړې چې په کې د افغانستان ځینې بهر مېشتې مېرمنې د ګډون لپاره بلل شوې دي.

د اروپايي پارلمان چارواکو همداراز ویلي دوی ددې ملاتړ کوي چې نوی نظام افغان مېرمنو ته د کار او زده کړو مساوي حقونه ورکړي او دا به یې د رسميت لپاره يو لوی شرط وي.

بلخوا په ټولنیزو رسنیو کې ددغه مېرمنو پر ګډون هم غبرګونونه پارېدلي او افغان فعالینې وايي چې هلته ګډون کوونکې ښځې د دوی استازیتوب نه کوي.

طالب حکومت تر دې مهاله په هکله کوم غبرګون نه دی ښوودلی، خو تر دې وړاندې یې ویلي چې دوی د ښځو حقونو ورکړې ته ته ژمن دي او د اسلامي شرعیت په چوکاټ کې د کار او زده کړو اجازه ورکوي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button