نړۍ او د اتباعو درناوى

نړۍ او د اتباعو درناوى

دې ته وایې عدالت
د جرمني د فرانکفورټ ميدان هوايي تر څنګ يو کلى دى چې ربور نوميږي،هلته يوه زړه ميرمنه اوسېده چې د فرانکفورټ ميدان هوايي مسولينو خلاف يې په محکمه کې کيس داير کړ او شکايت يې داسې وکړ:شپې لخوا د طيارو د شور له وجې زه خوب نشم کولاى او د بې خوبۍ له وجې زه اکثره ناروغه يم,قاضي چې کله د بوډۍ خبرې واوريدې نو ورته يې کړل،ښه نو ته څه غواړې؟
بوډۍ ورته کړل،دا چې زه په خپل شخصي کور کې مېشته يم او له ډير وخت راهيسې دلته يم،دومره شور مې ذهن نشي برداشت کولاى نو بايد دغې ستونزې ته يوه مناسبه حلاره وويستل شي او زياته يې کړه
هو! يوه خبره چې يادول يې اړين بولم هغه دا چې نه زه د خپلې ادعاء په بدل کې پىسې اخلم او نه هم خپل موقعيت تغيىرولى شم.
دغې خبرې په اوريدو مسولين لا زيات په اندېښنه کې شول ځکه بوډۍ ځاى تغييرولو او نه يې دومره ستر ميدان يې بدلولاى شو،
مسولينو بوډۍ ميرمنې ته له خپلې خبرې په شاه کيدو په مقابل کې زښت زيات وړانديزونه وکړل
،د ښار په زړه کې د يو ښه شانداره کور او نغدو پيسو د ورکړې وړانديز هم وکړ ،
خو بوډۍ پخپلې خبرې ولاړه وه، اخر قاضي ورته وويل که موږ ستا د خوب وخت ته په کتو خپل پروازونه مدېريت کړو،
چې ستا د خوب ساعتونو کې به هيڅ طياره نه پورته کيږي او نه به ښکته کيږي،څنګه دا پرېکړه به تا ته د منلو وړ وي؟
بوډۍ ښځې ورته کړل بلکل راته د منلوـوړ ده،نو د همغې ورځې راهيسې شپې له ١٢ سهار تر ٥بجو فرانکفورټ پر هوايي ميدان پروازونه نه وي.
#ژباړه
#جاويد_کريمي

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button