د‌ روغتيا نړيوال سازمان: په افغانستان کې د روغتيا پروژې‌ دوام غواړو

د روغتیا نړیوال سازمان استازو ويلي چې په افغانستان کې د روغتیا پروژې د دوام تر څنګ د دې پروژې لپاره د روان کال تر پایه ۶۰ میلیونه ډالر او د راتلونکي کال تر نیمایي پورې يې ۱۰۰ میلیون ډالر مالي سرچینې برابرې کړې دي.

په ورته وخت کې د طالبانو ویلي چې زمونږ حکومت د روغتیا نړیوال سازمان وړاندیزونو او غوښتنو عملي کولو ته ژمن دی.د رياست الوزرا مرستيال عبدالکبير دا څرګندونې د یاد سازمان له استازي لیو ډیپني سره په لیدنه کې کړې دي. نوموړي د روغتیا پرواګرام ته د مالي امکاناتو برابرولو له کبله له یاد سازمان څخه مننه کړې ده.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته خلک له سخت اقتصادي بحران سره مخ دي، چې تراوسه پورې يې طالب حکومت  په مخنيوي کې پاتې راغلی.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button