د‌ افغانانو سره د مرستو لپاره نوې لار په کار ده

په افغانستان ته د بشري مرستو د رسونې لپاره پر نوو لارو چارو فکر کول په کار دی.

ګڼو پخوانیو لوړپوړو برېټانوي چارواکو ګارډین ورځپاڼې ته په یو استول شوي لیک کې ویلي چې په افغانستان کې بشري ناورین روان دی او دا د نړۍ والو مسؤولیت دی چې ددغه ناورین مخنيوی وکړي.

دوی ويلي په ځينو برخو کې دې لګېدلي بندیزونه پر خپل ځای وي، خو هغه برخې چې عامه خدمات وړاندې کوي، بشري فعالیتونه ترسره کوي او د عامو افغانانو ژوند ورپورې تړلی باید له بندیزونو خوندي شي او اجازه ورکړي چې په عادي توګه فعالیتونه ولري.

دغه برېټانوي چارواکو اندېښنه ښودلې چې که چېرې بندیزونه همداسې پر ټولو برخو کې دوام وکړي، د بشردوستانه مرستو او خدماتو لپاره نوې لارې چارې او تعریفونه نه رامنځ ته کېږي، نو بشري ناورین به لا پراخ شي او د میلیونونو انسانانو ژوند به له خطرونو سره مخ شي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button