درې سوه افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شول

عربي اماراتو ته تللي افغانان بېرته خپل هېواد ته راغلي دي.

د درې سوو په شاوخوا کې هغه افغانان چې څو مياشتې مخکې د امريکا له خوا د تخليې پروسه کې عربي اماراتو ته وړل شوي وو، اوس بېرته خپل ته راغلي دي.

دا درې سوه افغانان چې د عربي اماراتو د ابوظبۍ ښار په يو نظامي کمپ کې امريکا ته د تګ په انتظار پراته وو وايي چې هلته وضعيت زښت زيات خراب و نو ځکه خو بېرته خپل هېواد ته راغلل.

د معلوماتو پربنسټ په دې راغلو افغانانو کې يو شمېر داسې کسان هم شته، چې له امریکا او غرب سره يې په ملکي او نظامي برخو کې کار کړی؛ خو په عربي اماراتو کې د خراب وضعیت له امله بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.

بلخوا بيا د ټولنيزو رسنيو ځیني کارکوونکي وایي، چې په دې افغانانو کې داسې کسان هم شته، چې په جعلي اسنادو يې ځانونه د بهرنيو هېوادونو کمپونو ته رسولي دي.

امريکا وايي له افغانستان څخه يې د تخليې پروسه کې زرګونه کسان ايستلي دي، چې ګڼ شمېر يې د امريکا په کمپونو کې او يو شمېر نور يې بيا په ابوظبۍ، قطر، المان البانيا او يوګنډا هېوادونو په نظامي کمپونو کې پراته دي.

طالب سرپرست حکومت بیا تر دې دمه ددې راغلو افغانانو په تړاو څه نه دي ويلي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button