خوست کې یو شمېر بې دندې ځوانانو د بېکارۍ چارو ریاست دفتر جوړ کړی

د خوست د ځایي رسنیو د معلوماتو له مخې، په دې ولایت کې یو شمېر بې دندې ځوانانو د تمسخر په ډول د “لایه چارو ریاست” دفتر جوړ کړی دی.

په دې دفتر کې ناست ځوانان وایي، چې د خوست یو شمېر ځوانان چې بې دندې دي هره ورځ د سهار اته بجې دې دفتر ته راځي او تر مازدیګره د لډو لوبه او قعطې کوي.

په یاد دفتر کې د غړیتوب ځانګړي شرایط هم شته، هر هغه څوک چې د دې دفتر غړیتوب غواړي باید مطلق بې دندې وي، اصلي پېژندپاڼه او دوه قطعې عکسونه له ځانه سره ولري.

دغه ځوانان زیاتوي چې د لیسانس او ماسټرۍ تر کچې زده کړې لري خو د طالبانو له واکمنېدو سره بې دندې شوي دي.

هغوئ وایي، که طالب حکومت ورته د دندې زمینه مساعده کړي د سړک د غاړې لوحه به لرې او یاد دفتر به وتړي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د خوست ځايي چارواکي د بې روزګارۍ ستونزه هېواد شموله بولي، او وایي چې ډېر ژر  به په هېواد کې داسې پروژې پلې شي چې بې دندې ځوانانو ته به پکې د کار زمینه مساعده شي.

Back to top button