خوست کې ځوانانو بېوزلو کورنیو ته د مرستې راټولولو کمپاین پیل کړی

په خوست کې یوې ډلې ځوانانو د دې ولایت بېوزلو او بې سرپرستو کورنیو ته د مرستو د را ټولولو کمپاین پیل کړی دی.

دغه ډله ځوانان وایي چې دوئ د هېواد شتمنو، سوداګرو او چارواکو ته ورځي، د مالي مرستې غوښتنه ترې کوي.
دا ډله ځوانان زیاتوي چې د دې کمپاین په پای کې به د یوې سروې په ترڅ کې بېوزله، مستحقې کورنۍ په نښه کړي او راټولې شوې مرستې به پرې وویشي.

دوئ د هېواد له شتمنو، سوداګرو او چارواکو غواړي چې په یاد کمپاین کې یې ملاتړ وکړي، ترڅو بېوزله او بې سرپرسته کورنۍ د ناهیلۍ احساس ونکړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button