Trending

جمهوري غوښتونکي: ډېر کم شمېر افغانان معاينه او پېژندل شوي

د امریکا په سنا مجلس کې جمهوري غوښتونکو په یوه اعلامیه کې ویلي هغه افغان کډوال چې له افغانستان څخه د ایستلو په بهیر کې امریکا ته داخل شوي  ډېر کم‌ شمېر يې معاينه او پېژندل شوي دي.

واشنګټن اېګزمینر ورځپاڼه راپور ورکوي چې د حکومتي اطلاعاتو شبکو له لارې د ۸۲ زرو څخه ډېرو پناه غوښتونکو معلومات يې راټول کړي دي.

ورځپاڼه لیکي چې د معلوماتو په راټولولو کې له مرکو څخه کار نه دی اخيستل شوی او د ۷۵ سلنه په شاوخوا کې کډوال نه دي پېژندل شوي.

د سنا مجلس جمهوري غوښتونکي د امريکا په دفاع وزارت نېوکه کوي، چې ولې يې ددې پروسې په سرته رسولو کې بې غوري کړې؛ ځکه ددې پروسې ډېری مسووليت د ياد وزارت پر غاړه دی.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button