توماس ویسټ: له افغانستان سره ۲۷۴ ميليونه ډالر مرسته کوو
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ نن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې امریکا پرېکړه کړې، له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو لپاره ۴۷۴ میلیونه ډالره اعلان کړي.
توماس ویلي، چې له دې پیسو به په افغانستان کې د غربت او بېوزلۍ سره د مبارزې لپاره کار واخېستل شي او د مرستندویه بنسټونو له لوري به مصرف شي.
هغه زیاته کړې، چې روان کال به افغانستان ته د کرونا ضد یو میلیون ډوزه نور واکسین هم واستوي.
د یادونې وړ ده، چې امریکا له افغانستان سره دا بشري مرسته په داسې حال کې اعلانوي، چې تر دې وړاندې يې ویلي و د افغانستان خپله کنګل شوې شتمني نه ازادوي.