تورخم کې د ۶ ميليونه افغانيو په لګښت د مسافرينو انتظار خونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

تورخم کې د ۶ ميليونه افغانيو په لګښت د مسافرينو انتظار خونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د ننګرهار ولایت په تورخم کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د مسافرو انتظار خونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د ننګرهار ولايت ځایي چارواکي وايي، ‏چې دا انتظار خونه د سړیو او مېرمنو لپاره په جلا ډول جوړه شوې ده، چې ۲۲ خونې، برنډه، جومات، برېښنا، پاکې اوبه او نور اړين ملحقات لري.

د یادې انتظار خونې د پرانيستلو په مراسمو کې د طالبانو د سرپرست حکومت د رئيس الوزرا د لومړي مرستيال په شمول ګڼ شمېر لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و.

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو د ډلې تر رسیدو وروسته په ټول هېواد کې رغنیزې چارې ټکنۍ شوې دي خو طالبان وایي چې هڅه کوي ترڅو رغنیزې چارې د پخوا په شان عادي حالات ته راولي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button