ته به وایې یو څه کېږي:استاد اسماعیل لاروی

ته به وايي يو څه کېږي

خدایزده ولې مې زړه تنګ دی؟!
نه قفس شته او نه لومې
نه جابر ته مخامخ يم
نه مې لاره کې پيچومې

خدايزده ولې مې زړه تنګ دی؟!
ته به وايې چې پړک چوي
هيڅ په هيڅه بې دلیله
نه زاړه شته، نه څه نوي

خدايزده ولې بې دلیله
له هر هر څه مرور یم
ته به وايې ورک مې هر څه
خو نه لټه، نه سفر يم

وایم نور غمونه څه کړم؟
هغه بس ول، هغه تېر شول
څه د ځان او څه د نورو
نه څه کم دي، نه څه ډېر شول

وایم نور غمونه بس دي
ياري بس ده د غاټولو
لکه هير یمه له ځانه
ګوندې هېر شمه له ټولو

ښه له ځانه خو هم هېر شوم
خو دا زړه مې ولې تنګ دی؟
څه بې ربطه تضادونه
څه بې خونده غوندې جنګ دی

خدايزده څه ته مې زړه تنګ دی؟!
يو څه غم مې په زړه شته خو
ته به وايې يو څه کېږي
ته به وایې يو څه شته خو”

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button