تاجکستان هم قزاقستان ته پوځيان ولېږل
تاجکستان حکومت او د ملي استازو مجلسونو قزاقستان ته د خپل پوځيان ولېږل.
په قزاقستان کې د لاريونونو د کنټرول په موخه دغه هېواد ته تاجکستان هم خپل پوځیان ولېږل.
په ورته وخت کې د روسيې رسنیو هم راپور ورکړی چې د تاجکستان ۲۰۰ سرتېري په قزاقستان کې د ثبات راوستلو په موخه دې هېواد ته استولي دي.
د راپورونو پر بنسټ دغه سرتیري د ټولیز امنیت تړون په چوکاټ کې قزاقستان ته استول شوي.
په دې تړون کې روسیه، بلاروس، ارمنستان، قزاقستان، قرغزستان او تاجیکستان غړيتوب لري.
د يادونې ده چې په قزاقستان کې له څو ورځو راهيسې او تاوتريخوالي سره مل لاريونونه روان دي، چې تر دې دمه د ۲۶ وسله والو او ۱۸ د امنيتي ځواکونو د وژلو او په زرګونو کسانو د نیول کېدو خبر ورکړل شوی دی.