بهرنيو چارو وزارت ۵ زره پاسپورټونه سعودي ته استولي

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د سرپرست وزير مولوي امیرخان متقي په حکم او د کونسلي چارو د مشر مولوي محمد شفیق خطیب په هڅو پنځه زره جلده پاسپورټونه يې په سعودي عربستان کې د افغانستان سفارت ته استولي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د بهرنیو چارو وزارت رهبري په دې هڅه کې دی چې د نړۍ په کچه د افغانانو ستونزو ته پوره رسیدګي وکړي او په کور دننه او بهر د ټولو هېوادوالو ستونزې حل کړي.

همدا راز د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی به د پاسپورټ ریاست په همکارۍ په نږدې راتلونکې کې د سعودي عربستان په ګډون د نړۍ نورو هېوادونو ته هم د اړتیا په صورت کې په تدریجي ډول د پاسپورټونو د استولو بهیر پیل کړي.پ

په ورته وخت کې په عربي اماراتو کې ګڼ ميشت افغانان د طالبانو حکومت څخه غوښتنه لري، چې د دوی د پاسپورټونو وخت تېر شوی او ژر تر ژره يې ستونزې ته رسېدګي وشي.

بل خوا په خوست کې له عربو اماراتو څخه راغلي افغانان په ياد ولايت کې د پاسپورټونو ويش پروسې نه سر ټکوي، دوی وايي که پر وخت يې پاسپورټونه ترلاسه نه شي، نو د ويزو تاريخ به تېر او دوی به عربي اماراتو ته له تګ پاتې شي.

 

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button