بلېنکن: هڅه کوو، له افغانستان سره مرستې وشي

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنک ویلي، حکومت یې هڅه کوي،چې له افغانانو سره مرسته وشي او کنګل شوې شتمني یې ازاده شي.

بلېنکن ویلي، د افغانستان په تړاو د امریکا تګلارې ته یې د بیا کتنې سپارښتنه کړې ده.

بلېنکن زیاته کړې، چې واشنګټن غواړي، له دې پلوه ډاډ ترلاسه کړي،څو د دوی مرستې طالبانو ته ګټه نه کوي، خو نورو خلکو ته یې ګټه رسېږي.

بلېنکن ویلي، د وجهي صندوق د هغو ۲۸۰ میلیونه ډالرو له پرېښودو سره یې همکاري کړې، چې د افغانستان د بیا رغونې لپاره ځانګړې شوې وې.

نوموړي زیاته کړې، دوی په جدي ډول غواړي ، د افغانستان د اقتصاد لپاره نورې لارې چارې ولټوي، څو له خلکو سره ډېرې پیسې وي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button