بلوچستان کې ځانمرګي برید ۵ پاکستاني پولیس وژلي دي
د پاکستاني رسنیو د راپورونو په حواله، د پاکستان د بلوچستان په سبي سيمه کې د ځانمرګي بريد له امله ۵ پاکستاني پولیس وژل شوي او تر ۳۰ ډېر ټپیان شوي دي.
راپورونه وایي، چې تر دې چاودنې یو ساعت وړاندې له یادې سیمې د پاکستان ولسمشر او نور لوړ رتبه چارواکي تېر شوي دي.
د دغې چاودنې مسؤلیت د داعش ډلې منلی او وایي، چې په دې چاودنه کې ګڼ شمېر پاکستاني پولیس وژل شوي او ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې داعش ډلې د تېرې جمعې په ورځ هم د جمعې د لمانځه پر مهال د پېښور په امام بارګاه جومات کې ځانمرګی برید کړی و، او شاوخوا ۲۶۰ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه.