بلخ کې د نباتې غوړیو تولیدي کارخونې کار پیل کړ

بلخ کې د نباتې غوړیو تولیدي کارخونې کار پیل کړ. د بلخ ولایت رسنیو راپورونو له مخې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د نباتي غوړیو یوې تولیدي کارخاخونې خپل فعالیت پیل کړ.

راپورونه وي چې د نباتي غوړیو دغه تولیدي کارخونه له شااوخوا ۳۰ کلونو وروسته بیا د نباتي غوړیو د تولید فعالیت پیل کړ.

راپورونه زیاتوي چې یاده کارخونه د نباتي غوړیو ایستنې څلور دستګاوې لري او په ورځ کې شاوخوا یو ټن نباتي غوړي تولیدولی شي.

د غوړیو دغه کارخونه په دې محال کې خپل فعالیت پیلوي چې په هېواد کې واک ته د طالب حکومت تر رسېدو وروسته د غوړیو بیه تر پخوا دوه چنده لوړه شوې ده.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button