بشرا ګوهر پر ډېورنډ کرښه ناندرۍ د پاکستاني حکومت پلان بللی

د پاکستان پارلمان پخوانۍ غړې بشرا ګوهر وایي، چې د افغانستان اوسنی حکومت د پاکستان له مشورې او اجازې پرته پر ډېورنډ کرښه د اغزن تار د لرې کولو په اړه کوم اقدام نه شي کولی.

د پاکستان د پارلمان دې پخوانۍ غړې د ډېورنډ په کرښه د اغزن تار پر سر را پورته شوې ستونزه د پاکستاني حکومت پلان شوې ډرامه بللې.

بشرا ګوهر ادعا کوي چې د اغزن تار په اړه د طالبانو او پاکستان حکومت ترمنځ جعلي او پلان شوې ناندرۍ په دې موخه پیل شوي دي چې پاکستان افغانانو ته دطالبانو اوسنی حکومت خپلواک ورپېژني.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې طالبانو څو ځلې داسې ویډیویي کلیپونه او عکسونه خپاره کړي چې پکې د پاکستان حکومت لخوا پر ډېورنډ کرښه غځول شوی اغزن تار ټولوي.

څو ورځې وړاندې د پاکستان د پوځ ویاند بابر افتخار رسنیو ته ویلي و چې پر ډېورنډ کرښه د اغرن تار د تېرولو کار ۹۴سلنه بشپړ شوی دی او ډېر ژر به پاتې ۶سلنه کار هم سرته ورسوي

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button