برېښنا شرکت: د برېښنا جريان عادي حالت ته راوګرځېد
له ازبکستان وارداتي برېښنا بېرته عادي حالت ته راګرځېدلې ده. د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې نن سهار شاوخوا اووه بجې له ازبکستان د برېښنا ستونزه حل شوې ده او وارداتي برېښنا به خپل عادي جریان ته ادامه ورکوي.
سرچینه زیاتوي چې دغه پرچاوي په ازبکستان کې په تیلي مرجان سټیشن کې یوه تخنیکي ستونزه رامنځ ته شوې وه چې له امله یې پر افغانستان شپېته سلنه برېښنا کمه شوې وه.
برېښنا شرکت همداراز په وايي اوس مهال دغه ستونزه حل شوې او ده که وخت ناوخت د برېښنا پرچاوۍ رامنځ ته کېږي نو اصلي لامل به یې پر برېښنا بوج او ځینې وړې ستونزې وې.
د يادونې ده چې د ازبکستان په برېښنا کې دوه ورځې وړاندې شپېته سلنه کموالی رامنځ ته شوی و، چې خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي وو.