بريټانيا تازه د مرستې اعلان وکړ

د چټکو مرستو د نشتوالي په صورت کې د افغان ماشومانو د مړینو د زیاتوالي له خبرداري وروسته، تازه د بریټانیا دولت اعلان کړی چې له افغانستان سره خپلې مرستې زیاتوي.

د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیرې، لیز تراس ویلي چې په افغانستان کې د فقر او بې کارۍ له وجې ځینې خلک ان د خپل بدن غړي پلوري چې دا د ډيرې اندېښنې وړ موضوع ده.

په افغانستان کې د یو میلیون ماشومانو د احتمالي مړینې د راپور له خپرېدو وروسته، د بريټانيا د بهرنیو چارو‌ وزيرې اعلان کړی چې له دغه هېواد سره د ماشومانو د ژوند ژغورلو په خاطر ر، په خپلو مرستو کې سل میلیونه پونډه اضافه کوي.

بريټانيا دا مرسته داسې مهال اعلانوي چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي منشي پخواني مرستیال اعلان کړی و چې له افغانستان سره د چټکو مرستو د نه ترسره کېدو په صورت کې به، په دې هېواد کې تر مارچ میاشتې پورې درې میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button