بريتانيا د افغان ځانګړو ځواکونو د جذب په لټه کې ده

بريتانوي رسنۍ وایي چې بریتانیا د افغان پوځ د هغو ځانګړو کمانډويانو د جذب په لټه کې ده چې د طالبانو واک ته رسېدو سره سم له افغانستان وتلي دي.

بزنس اینسایډر ویلي چې بریتانیا غواړي له دغو پوځیانو څخه په خپل پوځ کې د ځانګړو عملیاتو یو قوي واحد تشکیل کړي.

راپور زياتوي چې امریکا ډېری هغه کومانډویان له ځان سره ایستلي دي چې په وروستیو کې یې له طالبانو سره په مخامخ جګړو کې برخه اخيستې وه.

دغه راز په دې راپور کې راغلي دي بریتانیا چې د سلګونو افغانانو کوربه دی او پلان لري چې د افغان ځانګړو پوځيانو څخه د خپل پوځ په لیکو کې د ځانګړو عملیاتو لپاره یوه ځانګړې ډله تشکيل کړي.

د طالبانو واک ته رسېدو سره سم له افغانستانه زرګونه ځانګړي پوځيان امريکا، بريټانيا او شمېر نورو هېوادونو له ځان سره وويستل.

د یادونې وړ ده چې اوس هم د بریتانیا په پوځ کې د بهرنیو وګړو یوه ځانګړې ډله شته چې د ګورخا په نوم یادېږي او شمېر یې شاوخوا ۳۵۰۰ ته رسېږي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button