بایډن: ښایي روسیه پر امریکا سایبري بریدونه وکړي

د امریکایي رسنیو د معلوماتو له مخې، د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي چې ښایي روسیه پر امریکا سایبري بریدونه وکړي.

ولسمشربایډن کاروباریانو ته د خپلو معلوماتي سایټونو د خوندي کولو توصیه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې نوموړی د روسي پوځیانو له لوري د کیمیاوي وسلو د ممکنه کارولو په اړه هم خبرداری ورکړی دی.

روسي حکومت د جوبایډن دا څرګندونې بې اساسه بولي.

Back to top button