بايډن: د افغانستان په اړه مې پر ځای پرېکړه کړې

د امریکا ولسمشر وایي د افغانستان په اړه یې پر ځای او مهمه پرېکړه کړې.

د امريکا ولسمشر جو بایډن د خپلې واکمنۍ د یو کلن کېدو په مراسمو کې د خبرو پر مهال ويلي چې د افغانستان په اړه یې پرېکړه پر ځای وه او د بخښنې غوښتلو ته هېڅ اړتیا نه لري. بایډن ویلي د افغانستان خلک یووالي او د یوه واحد حکومت تر چتر لاندې راتګ ته ژمن نه دي، نو ځکه په دغه هېواد کې د امریکا حضور بې ګټې و.

نوموړي ويلي امریکا هره اونۍ په افغانستان کې میلیونونه ډالر لګول، خو په بدل کې یې افغانانو یوازې زموږ د امريکايانو کورونو ته جسدونه رالېږل.

هغه همدا راز ويلي چې اوس په افغانستان کې وضعیت تر نورو وختونو خراب دی، خو مسؤول یې ددغه هېواد نوی حکومت دی او امریکا ورسره هېڅ راز همکاري نه شي کولای.

جو بايډن د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې وضعیت خراب دی او ستونزې لري، نو مسؤوله خو یې پر امریکا نه ده.

بایډن همداراز د تخلیې ماموریت هم کامیاب بللی دی، خو د ستونزو پړه یې پر ډونالډ ټرمپ اچولې ده.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button