ايران له امریکا د بندېزونو لرې کول غواړي

ایران يو ځل بيا له امریکا د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې.

تازه بیا هم د امریکا او ایران ترمنځ مذاکرات پیل شوي دي، خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي دوی په لومړي سر کې دا غواړي چې امریکا پر ایران لګول شوي بندیزونه لري کړي او دغه هېواد وکولای شي خپل تېل په ازاده توګه په بازارونو کې وپلوري.

د عبداللهیان په وينا د بندیزونو له لرې کولو پرته دا هېڅ امکان نه لري چې له امریکا سره دې په مذاکراتو کې پرمختګ راشي.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي ویلي د مذاکراتو لپاره یوازې څو اونۍ فرصت شته دی، تر هغه وروسته به سیمه له بې مخینې او سخت ناورین سره مخ شي.

هغه ددې ناورین په اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو تر دې مخکې امریکا ویلي و چې که مذاکرات نتیجه ور نه کړي؛ نو د ایران پر وړاندې په هر ډول اقداماتو لاس پورې کولی شي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button