ايران د اټومي مذاکراتو په اړه خوښي څرګنده کړې

د ایران د اټومي مذاکراتو په اړه خوشبیني ډېره شوې ده. روسیې او ایران هېوادونو ویلي چې مذاکرات ښه پر مخ روان دي او هیله مندي يې ډېره شوې ده.

ددې تر څنګ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په محتاطه توګه ویلي چې خبرې یو څه په مخ تللې دي خو ډېره هیله مندي ورته نه ده په کار.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس ويلي دوی تمه لري چې مذاکرات ژر تر ژره یوې پایلې ته ورسېږي او یوازې د وخت ضایع کول نه وي.

په ورته وخت کې د اروپايي ټولنې ځینې غړو بیا خبرداری ورکړی چې د مذاکراتو لپاره فرصت په چټکۍ کمېږي او ایران یوازې څو اونۍ وخت لري چې دا مسئله له نړیوالو سره حل کړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button